Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور), Afzal Shauq [free ebook reader for iphone TXT] 📗
- Author: Afzal Shauq
Book online «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور), Afzal Shauq [free ebook reader for iphone TXT] 📗». Author Afzal Shauq
هڅ شي ته نه كېدو ولي ، چي په ډنكارټ پورټ باندي چي كوم سلوك له ما سره دَ پاكستاني كېدلو په سوب وَشو، هغې واقعې زه دومره دننه په ذات كي مات كړى وم ، چي دا نن كه څه هم دَ كاسموس دَ ګرېنډ يورپئين ټوْر ورستۍ ورځ وه او په ځاى دَ رخصتۍ مي له ملګرو ځان پُټولو ولي چي چا به هم چي څنګه راسره سترګي څلور شولې، نو به يې دا پوښتنه راڅخه كوله
" په دي درست بس كي عسكران تاته څله وَدرېدلو؟ دا يې زياتوب وكړى "
او يا به يې وئيلو..
" زه افسوس كوم ، لتا سره بد وَشو"
خو په داسي خبرو به مي دَ شخصيت هغه كړيچي كړيچي هنداره بيرته نه رغېدله بلكې لا به نور زهير شوم نو ځكه چي به مي ملګري په نورو شوغلونو مشغول شولو، نو زه به يوې بلي خواته ورڅخه وَوتم
" ستا دَ هېواد خلګ پاخه مسلمانان دي ؟ "
يو وخت له ما هلته په يو كونج كي دَ واړه تعارف ورسته چي راسره په څنګ كي ناست زاړه ملې(دَ ملائشيا باشنده) دا تپوس وكړو ، نو كه مي څه هم "هو" ورته وكړو.. خو په زړه كي مي وئيلو..
" مسلمانان دي نه بلكې ښكاري ولي چي دَ اسلام په نامه يې دوكانداري ته ملا تړلي ده او كه داسي وَنه كړي ، نو ډوډۍ نه شي پيدا كولى"
لاكن زما دَ زړه په حال هغه ملې څه خبر وْ؟ ځكه خو يې مخته وئيلو..
" زړه مي غواړي ، چي ستا هېواد وَوينم"
" لوى خداى دي راوله"
ما داسي ست خو ورته وكړو، خو له ځان سره مي وئيلو، چي
" راخوبه شې .. لاكن دغه دَ اوس ايمان به هم وَبائيلې ، چي له موږ سره دې ناسته ولاړه وَشي"
ما به لا نور په ځان كي تُوكلو، چي هغه پوښتنه وكړه،
" دا څوك دي چي هلته جنګېږي؟ "
" دغه خو دي .."
لاكن داى څه خبر دى ، څوك..؟ دا خو ما له ځان سره خبري كولې، نو ځكه مي غاړه تازه كړه او ورته وئيلو مي ..
" هلته په تخريب كي دَ بهرنئيو قواوْ لاس دى"
خو بيا مي په زړه كي په دې خپله خبره ښه ډېر وَهم خندلو ، او ولاړ شوم ولي چي ما نه غوښتلو، چي دَ اغيارو مخته هغه قام رسوا كړم ، چي ماته همېش دَ رسوائي سوب جوړېږي دا نه ، چي ګني دا قصور زما دَ هېواد دى بلكي دا هغه هېوادوال دي ، چي په نړۍ كي دَ خپلو ځاني ګټو دپاره هر هغه سخن كار كولو ته جوګه ښكاري چي نن ورباندي زه او زما په رنګه نور قاموال په نړۍ كي سترګي نه شو پورته كولى ګيله كه مي بيا هم راځي له خپل هېواده، نو هغه دا، بايد چي دا عالمي خواستګر او شوكماران چي دَ وطن په تندي داغ ږدي بيرته هېواد ته نه پرېښول شي ولي دا وطن جوړَوي نه .. دَ وطن نوم خاوري كوي
" هرڅه هرڅه شته ، خو لا نشته بيا هم .."
دا هغه نظم دى ، چي ما يې مصرعې په مزغو كي رك په هغه وخت چسپَولې، چي لانچ دَ ډوْر پورټ په لور لاره په انګلش چېنل نامي سمندر كي زياته سرته رسوله لګيا وه ګوا كه څه هم ملګري يو بل ته نيږدې كېدلو خو زه وم ، چي دَ دې ځاى رښتې مي دَ دې خلګوله روئيو سره تللې او دَ مغرب موسكاګاني مي دروغجني ګڼلې هن دا چي ،كائيكو هم په وار وار څنګ ته راتلله او په وړې جاپانۍ انګلسۍ كي راته دانې داسي اچولې او وئيلو يې ، چي
" مخته به هم له يو بل سره اړيكي ساتو په ليكلو"
نور خو لا نور.. يو وخت، چي زموږ لانچ دَ ډوْر پورټ له پلېټ فارم سره وَلګېدو، نو واي ..
" په لندن كي به ته چرته اوسېږې؟ "
دا سوال يې په داسي انداز كي وكړو، لكه هغه چي هلته هم ملګري كول غواړي او ما به ورسره خوښه كړي وى، كه چرته مي دَ هغې تېري واقعې له سوبه حېثيت وړوكى شوى نه وى نو ځكه مي ورته په ځواب كي وَوئيلو..
" نه يم خبره ، چي چرته به ځم"
او بيا مي خبره په بله واړَوله نو ځكه هغه پوهئ شوه ، چي زه نور له هغې سره اړيكي نه ساتل غواړم هم په دې خو يې بيا بيا راته په سترګو كي سترګي اچولې... هو، كېدلى شي په دې وجه،چي زما دې ناببري بدلي روئيې وَ هغه محرك ته په ځير شي ، چي زه يې له ځان او جهانه ايستلى وم لاكن زه وم ، چي له هر څه په چپه مي يكړي فقط يكړي غوښتله او بس
_____
موږ دَ لندن دَ وخت په سمه درې نيمي بجې ماڅپښين له سېلي لائن فېري څخه دَ انګلېنډ دَ ډوْر نامي سمندري څنډي دَ Rams Gate له پلېټ فارم څخه دباندي راوتلو
" يا ربه! كه به دا وخت هم دَ قبولو وي ، نو زما دَ يارانو په برخه دَ ستورو په شمېر خوشالياني او سوكالياني وَليكې"
دا هغه دُعا وه ، چي زما له خلې په وار وار ځكه ختله ، چي روني او داني سم په ژړا وْ راته او بيا بيا يې وئيلو..
" موږ ته دَ ټوْر دَ ختمېدلو هيڅ غم نشته كه غم لرو، نو هغه دا چي موږ له درو ملګرو څخه دوه كېږو "
او داسي نوري نوري خبري يې دومره په ژړَغوني انداز كولې، چي ما هم خپلي اوښكي نه شوى تم كولى هو، دې وخت موږ په بس كي ناست دَ لندن په خوا روان وْ ميرنا او دانيال په دې سوب خوشاله وْ، چي خپلو كورونو ته بيرته ورغبرېګېدلو لګيا وْ لاكن په بس كي ناستو ملګرو په خبرو كي نن هغه ژوند، خوند او پند نه برېښېدلو، كوم چي په تېرو شوْ څو هفتو كي وْ
ولي نه .. داسي هركله كېږي، ګوا چي اول ځل انسانان له يو بل سره ويني ، نو كه څه هم نابلده وي ، خو روئې او خواهشات يې يو بل ته ورڅكوي خو بيا چي كله دغه انسانان له يو بله ليري كېږي، نو دَ يوبل دپاره يې دَ بېلتون تريخ احساس ژړَوي هم
مازيګر خواته چي بس دَ رومانټك ښار لندن، چي دَ انګلېنډ دارالحكومت هم دى ته څنګه پېښه وكړه، نو ميرنا وئيلو..
" هرڅه داسي اختتام ته رسېږي ، لكه دا زموږ دَ كاسموس ټرپ هيله كوم ، چي تاسو به زما او دَ دانيال ملګري انجواى كړي وي خوند به هلته وكړي ، چي دَ ژوند په يو بل تمځي كي سره وَوينو"
ميرنا چي دا خبري كولي ، نو بس په لندن كي دَ تهېمز درياب له ځۍ سره مخته روان وْ او دې وخت كائيكو هم راڅرمه شوي وه او له ما سره دَ وخت تېرَولو په حقله يې خواږه او درانه توري داسي تړلو، لكه دا ټرپ چي كاسموس والاوْ ما او هغې دپاره اهتمام كړى وْ
_____
" په مخه مو ښه .. په مخه مو ښه"
دَ ګهړۍ ستني لا سمي دَ مازيګر پنځو بجو ته نه وې رسېدلي، چي بس په Russel Square نامي علاقې كي دَ رائل هوټل مخي ته برېك شو او له دې سره سم دَ كاسموس ګرېنډ يورپئين ټوْر پاى ته ورسېدو خودَ نورو په شان زما سترګي هم له ټولو ملګرو سره دَ خداى په اماني كولو په وخت له اوښكو داسي ډكي وې چي هيڅ شى مي مخته نه ښكاره كېدلو، چپ له هغو ګڼو اوريځو، چي موږ يې له يو بله په ګړذونو كي وركولو
هو .. زما په ياد دي چي كله ما دَ خپل بېګ ټرالۍ مخته كښوله، نو مي بيا بيا شاته ځكه كتلو، چي ځيني لاسونه په هوا كي دَ خداى اماني وئيلو په نيت بيا بيا راته ښورېدلو لاكن چي كله خپل ښي لاس ته په روډ كي ورچپ شوم ، نو مي له سترګو هغه ټولي راغونډي شوي اوښكي وَبهېدلې كومي چي تر اوسه پښتني غېرت تم كړي وې او وَدرېدم سترګي مي په ټشو پېپر پاكي كړې او مخته روان شوم
په نيږدې كنګزكراس نامي علاقې كي مي لاندي دَ مېټرو سټېشن په پلېټ فارم جوړ تهامس كوك دفتر ته ځان وَرسولو او په يو نيږدې هوټل كي مي دَ خوني دَ كرايه كولو خواست ورته وكړو هلته ناست كلرك سر ښورَولو ورسته وئيلو..
" دلته نيږدې خو هوټلان ټول بُك دي كه غواړې نو پهPaddington نامي علاقې كي به درته خونه بُك كړم"
دَ څه سوچ كولو ورسته مي ورسره خوښه كړه او30 پونډه مي ورته وَ سپارلو او بيا دَ كنګزهل هوټل ووچر په لاس كي دَ مېټرو په Yellow Line ټرېن كي ورسپور شوم او ګاډۍ په نيم ساعت كي Eusten , Great Port Land Street , Baker Street او Edgware Road شاته پرېښولو ورسته Paddington ته ورسېدله
په دې علاقې كي مي له يو دوْ كسانو پوښتنه كولو ورسته چي ځان كنګزهل هوټل ته څنګه ورسَولو، نو مي له خلې وَ هغه شوكمار هندو ته ښېرې وَوتې، چا چي تېره مياشت ماته په شېرنګ بنياد خونه په 25 پونډه راكړي وه داسي ځكه ، چي دَ دې هوټل دَ معيار سره سره سنګل كوټه هم ترې ډېره صفا او ښه وه كوټې ته رسېدلو ورسته مي بېګ يوې خواته وَغورځولو او په پلنګ باندي وَغزېدم
_____
" پاسپورټ نمبر دي نه دى راكړى .. كه يې راته په فون وَښئيلو، نو مننه به وايم"
په دې خواږه ښځينه ژغ اورېدلو كه څه هم خوشاله نه شوم ، خو چي ګهړۍ ته مي پام شو، نو دا دَ ماخستن لس نيمي بجې وې او ښه ډېر وږى هم وم نو ځكه مي ورته وئيلو..
" دَ كال دپاره مننه ، زه خپله لاندي درځم"
او بيا مي په منډه منډه ځان لاندي كاوْنټر ته ورسولو پاسپورټ نمبر وركولو ورسته دَ هغې په راښول شوْ لارو باندي مي ژر ژر ځكه ځان يو رېسټورېنټ ته وَ رسولو، چي دلته په اول ماښام بيا خلګو ډوډۍ خوړلي وي خو زما له بخته په دې رېسټورېنټ كي مي خواړه په نصيب شو
" ته هم عرب يې؟ "
ما لا دويمه ګوله خلې ته نه وه وړي ، چي مخامخ راته ناست يو ځوان چي ترما لا هم ډېر وږى برېښېدو دَ غټي ګولې كولو ورسته چي داسي پوښتنه وكړه، نو مي ورته وئيلو..
" يَه عرب نه يم ، زه پښتون يم او.."
او مخته مي دَ خپل هېواد نوم ځكه په خله نه راغلو، چي ما په زړه كي وئيلو.. چي داسي نه ، بيا سپك شم او په ځاى دَ نورو خبرو ورته فقط وَ موسېدم او هغه هم داسي هېر كړم ، چي بيا يې راته وَنه كتلو دلته دَ خېټي غم خوړَلو ورسته چي مي بيرته دَ هوټل په لور مخه وه، نو مي داسي سواليه سوچونو كولو.. چي
" دا خلګ دلته څله كورونو ته ځانونه تر لمر پُټېدلو مخته رسوي ؟ چرته له تيارو خو وېرېږي نه ؟ مګر له چا او څله يې وېره كېږي ؟ دوئ خو په بلاګانو هم ايمان نه لري نو څله پټ پټ كېږي؟ اوبل دوئ خو تر موږ مهذبه هم دي ، بيا څله داسي وېره؟ "
هو.. زه هم په خپل سوچ غلط ځكه نه وم ، چي دې وخت كه څه هم دَ شپې پاوْ بالا يوه بجه وه ، خو له ما سره په ګډه په روډ باندي مخ او شاته فقط څلور سايې وې، چي په بېلابېلو سمتونو رواني برېښېدلې وْ ښار او

Free e-book «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور), Afzal Shauq [free ebook reader for iphone TXT] 📗» - read online now
Similar e-books:
Comments (0)