Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور), Afzal Shauq [free ebook reader for iphone TXT] 📗
- Author: Afzal Shauq
Book online «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور), Afzal Shauq [free ebook reader for iphone TXT] 📗». Author Afzal Shauq
پيسو په سر هرڅه وړاندي كولو دپاره بلني وركوي
" ليري شه .. څه غواړې زموږ له جج ملګري څخه ؟ "
يو وخت روني يوه ښځه له داني څخه داسي شړَله لكه مچ لاكن هغه وه، چي له داني بېلېدله نه او دَ هوټل تر دروازې ورپسې وه لنډه دا، چي نن شپه تر خوب له مخه مي " هسپانۍ سترګي" تر عنوان نظم هم ډائرۍ ته چي سپارلو، نو داسي خوشاله وم، لكه ما چي دَ هسپانيانو دَ سترګو حق ادا كړى وي
_____
نېټه لسم اپرېل او كال 1996ع ... دَ سهار نهه بجې دي او موږ دَ كاسموس په بس كي ناست زياته له رامبلاس سټريټ څخه په وتلو يُو او دَ ميرنا په څنګ كي ولاړه ده ، خو لوكل ګائيډ موږ ته دَ سهار سلام كولو ورسته واي ..
" دَ بحېره روم په غاړه اّباد دغه ښار بارسلونا دَ سپېن دَ غټي بندرګاه په چپه يو غټ صنعتي، تجارتي او دَ بېلا بېلو مشينونو جوړَولو ښار هم دى او اوس تاسو په اولډ بارسلونا ښار كي روان ياست دا څو واره دَ عربيانو تر تسلط لاندي پاته شوى دى فرانسيانو هم 91 كاله حكومت ورباندي كړى دى خو هسپانۍ ژبه ، كلتور او مستي يې په خپل قابو كي نه كړه "
دا خبره يې چي كوله ، نو بس دَ اوپېرا هاوْس دَ بېخي غټي او زړې ماڼۍ په څنګ كي چي تېرېدلو، نو هغې ګائيډ داسي وئيلو،
" هسپانيان دَ سټېج دَ لوبو دَ خوښولو پرته دَ ډانس كولو او موزيك ډېر شوقيان دي له دې خبري څخه هم انكار نه شي كېدلى، چي اّواره ګردي يې هم خوښېږي ځكه خو تاسو ګورئ ، هر لور فټ پاتهونه له خلګو ډك ښكاري"
خبره يې ښه كوله ، ولي چي څومره خلګ ما دلته تر اوسه ليدلي دي ، دومره مي په تېرو څو هفتو كي چرته هم په اروپا كي نه وْ ليدلي كه څه هم ماته دا خلګ په څېرو پښتانه برېښېدلو، خو پښتانه ځكه نه وْ، چي پښتانه لا په پرون كي اوسي او بل چي پښتنې څومره په كورونو كي په اوسېدلو خوشاله وي هغومره وئيل كېږي، چي هسپانى ښځي په كور كي ګرسره تم كېږي نه او زياتره وخت دباندي له ملګرو سره تېرَوي ګوا هيڅ رقم پابندۍ ته نه تيارېږي او نه يې څوك بې واكه خوښېږي
" هغه ګورئ مخامخ ، چي نوي او زاړه بلډنګان سترګو ته سكون بخښي له دې څخه دا مانا خېږي ، چي دلته دَ زړَو شيانو سره سره نوي شيان هم دَ سېلانيانو پام خپلي خواته اړَوي "
له كولوم مجسمې سره په څنګ كي تېرېدلو ورسته ګائيډ په خپل تېره ژغ كي واي ..
" هغه ګورئ .. هغه ګورئ ، خپل ښي لاس خواته په فټ پاته باندي هغې انجلۍ ته چي دَ سګرېټ لوى لوى لوخړكي له خلې باسي ماته داسي ښكاري ، چي دا پېغله دَ هغه بل سړي ، چي تر مخه يې روان دى دَ جېب وهلو هڅواله ده "
" اوو مائي ګوډ نس .. دا خو ډېره جګه او په بدن كي تكړه انجلۍ ده"
سوزېن بارټ چي نن راسره اول ځل په څنګ چوكۍ كي ناسته وه ، چي دا وئيلو، نو مخ يې په دواړو لاسونو كي نيولى وْ هو، هغه انجلۍ چي په لانګ ګلداره سكرټ كي وه او وېښته يې په مخ رايله وْ ، ماته كوچۍ وَمونېدله ولي چي پرون يو وخت ميرنا دَ كوچۍ انجونو په باب دا نښاني هم وئيلي وه
دَ مېريټائن ميوزيم ورسته دَ پكاسو ميوزيم او دَ هغه دَ نادراتو كتلو پرته چي بس په بېلا بېلو لارو دَ بارسلونا دَ بېخي پخواني او تر اّسمانه چي يې تېرې او نرۍ ستني وزمه مينارې رسېدلي وې دَ توربخون بلډنګ مخي ته چي له بس څخه كُوزېدلو، نو ګائيډ وئيلو ..
" دې ته Sagrada Fumilia وئيل كېږي او دا علاقه په Gaudi باندي مشهوره ده ګوا په بارسلونا كي دا هغه بلډنګ دى ، چي څوك هم بارسلونا ته راځي ، نو دا ګوري خامخا ولي چي داسي دَ تېرو ستنو وزمه مينارو بلډنګ شاهد چي په نړۍ كي چرته وي خو دا ځكه مكمل نه شو، چي جوړونكى انجينئير يې مړ شوى وْ دَ جوړولو له مخه او دَ نورو انجينئيرانو دَ وَس خبره نه وه ، چي دا مخته جوړ كړي، نو ځكه دغسي نيمګړى پاته شو"
ما هم دَ نورو ملګرو په شان دَ خپل يو عكس اخيستلو پرته دَ دې څلورو دنګو او په درځنو وړو، لاكن هغسي ستني وزمه نرۍ مينارونو دَ ګودي دا ټېمپل په كېمرې كي خوندي كولو پرته هم ښه په مزغو كي خوندي كړو او بيا مي دَ مطالې په سمه څو خلګو سره خبري هم په اشارو او ماتي انګلسۍ كي څه وكړې ، چي دا دوه دَ هسپانوي توري مي هم زده كړو ګوا دا خلګ په ښه راغلي كي De nada واي غرض دا، چي دلته دَ ښه ګرځېدلو پس دَ نيږدې Servicio يعني حاجتځي څخه راغبرګېدلو ورسته چي بيرته بس ته ختم، نو ويلئيم راته واي ..
" ځوانه! دا خو هغه شيان دي ، چي زما په خيال ستا به ډېر خوښ وي "
يو وار مي لا ورته وئيلو، چي
" پلاره ته څه راخبر شوي ؟ چي دا زما دَ خوښي بلډنګ دى ؟ "
لاكن ما هيڅ نه وَوئيلو، بس هسي ورته وَموسېدم او مخته دَ چوكۍ په لور تېر شوم او بس چي روان شو، نو ميرنا تر ما پوري ځان رارسَولو ورسته څوكه غوندي راته واي ..
" شوقه! لږ خيال كوه ، دا خلګ دَ اعتبار وړ نه دي "
او په ملا باندي څُوك راكولو ورسته چي بيا څنګه مخته تېره شوه ، نو سوزېن را څخه پوښتنه وكړه ..
" ميرنا څله خفه وه؟ "
" هغه خفه نه وه ، بلكې ماته يې دا وئيلو، چي كله خلګ انټرويو كوې ، نو لږ پام كوه چي لُوټ دي نه كړي"
ما چي داسي ورته وَ وئيلو، نو هغې دَ سوالونو دومره پنډي راته كښېښولې، چي بيا يې زه په خلاسولو كي ستړى شوم او په اّخير كي چي سوالونه يې ختم شولو، نو موسېدلو ورسته راته واي ..
" ښه اوس دا حال راكړه ، چي هغه ميرنا دي دومره خيال ولي ساتي؟ "
" كېدلى شي، چي هغه زما كومك كوي"
ما چي دا وئيلو، نو سوزېن بارټ وار لاس ته كړو او په خندا كي واي ..
" هغه هم ښځه ده او ځوانه هم .."
" او ډېره ښائيسته هم ... څنګه؟ "
او دومره ژغېدلو ورسته موږ دواړو په كلكه وَخندلو
په وړو ښائيستو او سپين بخونو بامونو پوري اړه لرونكى پارك ، چي Guell Park نومېدو هم په دې ګودي علاقه كي په هغه ځاى كي وْ، چي سترګي يې ګټلې خېر چي له څنګ سره يې تېرېدلو، نو داسي مي سنجَولو لكه دا ښار چي بېخي فديم ښار وي ولي چي كوڅې او روډونه يې ډېر تنګ وْ لنډه دا ، چي دَ بارسلونا په تنګو او پراخو روډونو باندي يو وخت ، چي موږ دَ نورو پلازو په چپه دَ كټالونيا نامي پلازې څخه مخته تېر شولو نو ډېر ژر بيا دَ شنه سمندر په غاړي باندي يوې بلي خواته دَ هغه مونټ جويك نامي پلې لېنډ، چي بالا په غونډۍ جوړ وْ، څخه يو ځل بيرته دَ اولمپك سټېډيمانو مخته دَ يو څو منټو دپاره كُوز كړل شولو
دَ يو غټ سټېډيم دننه ننداره راباندي كولو ورسته موږ يو ځل بيرته دَ اوريځي په لړه ، ګوا په مځكي برسېره پرتې اوريځي په خُوپ كي دَ دې ښار په لوړو او ژوَرو كي مخ مخته روان وْ او هسپانۍ اسكارټ ، چي كره كره خبري يې كولې وئيلو..
" دا دَ چوك په منځ كي ولاړه مجسمه ، چي په يوې بېخي هسكي پخې ستنۍ باندي بالا جوړه ده بل دَ هيچا نه ، بلكې دَ سر كرسټوفر كولمبس مجسمه ده ، چي په نړۍ كي يې دَ سېل كولو پرته امريكه هم موندلي وه"
دَ كسټوفر كولمبس له دې دنګ مونامنټ سره په څنګ تېرېدلو ورسته موږ دَ كولمبس هغه كشتۍ هم يو نظر وَليدله چي هغه په خپل سفر كي په كارَوله دا زړَه او بادبانونو په كومك تلونكي كشتۍ كه څه هم بېخي غټه نه وه، خو په كي دَ دوه درځنه خلګو دَ ګنجائش سره سم دَ هغوئ دپاره دَ دوْ يا درو مياشتي دَ خوراكي او نور ضروري سامان ځاى په كي موجود وْ
" ښه ښه نو دا هغه كشتۍ وه، چي كولمبس يې دَ نړۍ ستر سېلاني مشهوره كړو "
هو، دا هغه خبره وه .. ما څه، چي هر چا سوچ كوله او هغې زړې كشتۍ له يې په وازو سترګو كتلو
بيا چي موږ بيرته دَ هوټل په لور چي مزل لنډولو، نو په لاره كي دَ اولمپك ويلېج سره سره دَ انكم ټېكس دفتر، سكوائر بلډنګ ، ميوزيم ، دَ سټاك اېكسچېنج بلډنګ ورسته يو چرچ بل چرچ ګرځېدلو پرته دَ هاربر او ځينو پاركونو سېل كولو كي لا بوخت وْ ، چي ما دَ كولمبس دَ كشتۍ په ليدلو په وخت په مزغو كي راپيدا شوى خيال هم دَ " كرسټوفر كولمبس ته دَ هغه دَ كشتۍ په وړاندي " تر عنوان دلاندي نظم كړو او بيا چي مي څنګه په ډائرۍ باندي لا سم اړَولوى نه وْ ، چي بس دَ هوټل اورينټ چرته چي زموږ استوګنه وه مخي ته برېك شو دَ ماڅپښين دوې بجې وې، نو ځكه په ځاى دَ هوټل .. زه په رامبلاس سټريټ كي دَ غرمې دَ ډوډۍ خوړلو په غرض دَ هغو اوپن رېسټورېنټونو په لور ور روان شوم
_____
" دا فنكاره خلګ دي .. فن دَ روزګار دپاره كوي"
دَ يوې جوړې دَ روبوټ شو كتلو په وخت چي روني دا خبره وكړه، نو له كائيكو سره څنګ كي ولاړ داني ورته واي..
" دا پېغله هم راته فنكاره ښكاري"
" ګوا جېبونه يا پرسونه هم په فن وهي"
ما چي څنګه دا سي اظهار وكړو، نو هغې انجلۍ ته زموږ دَ شا له خوا يوې بلي پېغلي ور ژغ كړو،
" هُولا " ګوا " هېلو "
" هُولا "
زموږ تر مخ ولاړي انجلۍ هم لاس ورته ښورَولو ورسته چي هېلو وَ وئيلو، نو په يو دم يې شاته هم وَدانګلو ما او دَ داني ته يې ديكه راكولو سره سم زموږ تر منځه داسي وَوتله ، لكه څوك چي له ډكي مجمې څخه وَځي او دومره پوهـ شوم ، چي لاس يې زما له سينې سره وَلګېدلو خو هيڅ تاوان يې ځكه نه كړو راپېښي، چي موږ ورته محتاط شوي وْ ګني نن به بيا دې زموږ كورپه كُړكه چرګه رابار كړى وى
" ته وايه داني! لتا خو يې .."
ما لا سمه خبره سرته نه وه رسولي، چي هغه دَ كړيكي لګولو ورسته وئيلو..
" دا خو ګنډكپه نه وه "
" نو څه وه؟ "
كائيكو چي پوښتنه ځيني وكړه ، نو هغه په كټ كټ خندا كي وئيلو..
" پوهـ يې ... هغې څه وَكړو له ما سره ، چي تېرېدله؟ "
" څه يې وكړو؟ "
تر ما له مخه چي روني ورڅخه پوښتنه وكړه ، نو هغه ورته په خپلي ژبي كي يوه خبره څه وكړه و چي دواړو داسي په كلكه وَخندلو، چي زه او جاپانۍ پېغله دواړه هم په خبره پوهـ شولو ګوا دَ داني دَ لاسي اشارې په سمون هغې هسپانۍ يې لاس سم ځاى نه وْ لګولى ځكه خو موږ تر ډېره پوري په خندا خندا مخته روان وْ
او

Free e-book «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور), Afzal Shauq [free ebook reader for iphone TXT] 📗» - read online now
Similar e-books:
Comments (0)