Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور), Afzal Shauq [free ebook reader for iphone TXT] 📗
- Author: Afzal Shauq
Book online «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور), Afzal Shauq [free ebook reader for iphone TXT] 📗». Author Afzal Shauq
ته برايه شپه چرته وې؟ "
" ولي هلته نه وم ، چرته چي .."
" تا يو وار له اېډوين او بيا له توشي سره ډانس كولو"
" او څنګه مي توشي وَ غالَولو ؟ "
" هو ، لاكن هغه خو هم ..."
" هو.. ځكه خو مي ورسره غال وكړو ، چي هغه څله له زوره كار واخيستلو او زه يې څپ كړم "
زه ورسره داسي ژغېدلم ، لكه دا هر څه چي ما په خپلو سترګو ليدلي وي او بلي خواته روني هم زما وَ دروغو ته ډېري په خوند اوږې وركولې لګيا وْ ما او روني به اوس په دې ګپه نور خوند اخيستلو ، چي كائيكو مخته په موسكا كي واي ..
" برايه شپه ډېره ښه او دَ خوند شپه وه"
په زړه كي مي وئيلو، چي له دې هر څه پرته هم لا شپه ښه ګڼي او بيا مي په ځان باندي خندلو ورسته سوچ كولو، چي دا خو پښتانه نه دي ، چي په معمولي خبرو لكه غويان ښكرونه دېوال ته نيسي دا خوهغه انسانان دي ، چي لوي لوي تېروتني لا په Sorry وئيلو معاف كوي وَسړي ته
لنډه دا، چي دَ پروګرام په سمه دَ كاسموس بس په پاوْكم نهه بجې دَ سان سباشئين له هوټل كوډينا څخه مخته پېښه وكړه او ميرنا هم دَ خپل معمول په شان دَ سهار سلام كولو ورسته وئيلو..
" زما خوږو ملګرو.. له دې ځايه دَ سپېن او فرانس بارډر فقط 15 كلوميټره ليري دى ګوا دا هغه ورستنۍ دقيقې دي ، چي موږ يې په سپېن كي تېرَوْ نو ځكه زه لتاسو څخه دا خواست كوم ، چي دا يو څو ورځي ټرپ لا پاته دى نو ځكه غواړم ، چي تر خپلو يې په خوند او په مينه مينه تېر كړو"
زړَه اّسټرېلين كېرولين كېنيډي چي نن له ما سره ناسته وه دَ ميرنا دَ خبرو په ځواب كي له ځان سره داسي وَ بُوڼېدله ..
" مينه او انسان .. هيڅ نه ، بس ځانونه خطا باسل دي ؟ "
په زړه كې مي وئيلو، چي دا موركۍ هم لكه چي ډېره انساني روئيو كړَولي او چيچلي ده لكه چي، نو ځكه مي ورڅخه پوښتنه وكړه
" ولي انسان او مينه دوه بېل شيان دي؟ "
" چا وئيلو داسي؟ "
دَ هغې په يو دم پوښتلو ما غاړه تازه كولو ورسته ورته وَوئيلو،
" لاكن زما نېږدې خو انساني روئې وار په وار ځناوري كېږي لګيا دي"
زما په دې خبري هغې يو وار ماته ښه راوكتلو او بيا موسېدلو ورسته واي
" ته بالكل صحيح واې ځوانه"
او بيا دَ نري ټوخي ورسته په كپېدلي رپېدلي ، لاكن ډېر په شوخ اندز كي دې خواپاكي بوډهۍ مخته وئيلو..
" زه دا يم زړَه شوم ، لاكن ما په انساني رښتو كي هغه خوږلت نه كړو محسوس، كوم چي په كار وْ او ما دَ ميرنا دَ ميني په توري ځكه وَخندلو، چي انسان دَ ميني په ځاى نفرت ته جوړېدلى دى نفرت ته ، هو.."
او بيا يې سړه ساه اخيستلو سمدستي په مخ لاس داسي تېر كړو ، لكه هر څه چي اوس اوس له هغي څېرې څخه څنډي ، چي كېدلى شي په خپله ټولنه يا كورنۍ كي ځانته نوم لري نو ځكه ما وار لاس ته كولو ورسته داسي ورته وَوئيلو..
" داسي ځكه ، چي انسان له اصله ځناور خو دى او دا لږ لږ چي دَ انسانيت دمامې وهي .. هغه له يو بل څخه دَ سر امان كولو په سوچ ګني چرته چي هم انسان په چا باندي وار پيدا كړى دى ، هلته يې حېوانان شاته پرېيښي دي "
ما چي دا خبري كولې ، نو هغې ماته كتلو او دَ تندي په ګونځو كي يې راڅخه داسي پوښتني كولې، لكه
" ځوانه! تاته خو لا بلا عمر ګوري..چي نن ته وَدې نتيجې ته رسېدلى يې نو ګوره چي سبا به دي دا كركه كومه بڼه اغوندي؟ "
اوس به يې خپلو سوچونو ته ژبه وركوله ، چي ميرنا زموږ پام دَ هغې په خوا واړَولو او واي..
" دَ سپېن دَ خلګو روئيه دَ اروپا له نورو خلګو سره ځكه هم نه ګډوځي ، چي دا خلګ دغه دي چي خپل مخي ته اېله كړل شوي دي ګوا دلته ژوند تېرَول يو فن ګڼل كېږي او په دې فن كي حقه خبره ده ، هغه خلګ به بريالي وي ، چي هنرمن وي .. نه چي سُورتمن"
داخبري چي يې كولې ، نو دَ Irun نامي ټاوْن له دې ځايه دَ سړك دَ يوه بورډ په سمه فقط 9 كلوميټره ليري وْ ګوا اوس موږ دَ پكاسو له هېواده په وتو وْ نوځكه هر ملګري دَ دې هېواد ورستنۍ نندارې كولو په نيت يوې بلي خواته دَ بس له شيشو دباندي كتلو
دا سيمه دَ ډبرينو غرونو په چپه په شنو غرونو كي هم ورپټه وه كله كله به غټ غټ هوار او سپېره ميدانونه هم مخي ته راغلو كومو چي نه يوازي ماته عربيان راپه زړه كولو ، بلكې دَ هغوئ دَ حكومتي انداز په حقله يې په داسي سوچونو پارَولم هم ، ګوا
"خود به دلته هم دَ هغوئ هغسي دَ رائيلټۍ ټولولو او شپه او ورځ خوبونه كولو خوُيونه پاته شوي وي؟ ګني داسي په اّسانه هم دَ صديانو قبضه نه ختم كېږي "
دا خبري چي مي سوچ كولې، نو يو دم ماته دَ سپېن دَ خلګو څېرې راپه زړه شوې او په زړه كي مي وئيلو..
" څومره چي عربيانو دا دَ سپېن خلګ دَ څېرو په نقشونو كي ځانته مونَولي دي ، بس كه يې دغومره لاس وهني دَ هغوئ دَ ژوند په كړو وړو كي وهلي وى نو نن به دَ هسپانيانو په باب دا خبري نه كېدلي ، چي ګني هغوئ بدنونه خپل نه ، بلكې دَ بل امانت ګڼي "
ما چي دا خبري په ډائرۍ اړَولې ، نو كېرولين مي دَ ډائرۍ په لور كتلو او څنګه چي ما ډائرۍ بنده كړه ، نو هغه واي ..
" دا خو عربي رسم الخط دى .. ته عرب يې؟ "
" يَه .. زه پښتون يم پښتون "
" پښتون ؟ "
په پښتون يې ستن درېدلو ورسته پوښتنه وكړه ،
" دا نوم ما په لومړي ځل اورېدلى دى .. دا قام چرته اوسېږي؟ "
دا سوال كه څه هم زما په سر دَ ټكي تر رالوېدلو كم نه وْ، خو ما همت وكړو او په ځواب كي مي ورته داسي په مړه خله وَوئيلو..
" دا هغه قام دى ، چي ورته په پاكستان كي پښتون او افغانستان كي افغانى وئيل كېږي"
" ښه ښه ته افغان يې .. "
بيا كه يې څه هم زړه خبرو ته غوښتلو، خو ما مخ په بله ځكه واړَولو، چي دې وخت زه له هغې سره دَ برابرۍ په بنياد نه ، بلكې دَ يو مانده تول لرونكي انسان په حېث ناست وم او ما نه غوښتلو، چي نور نور په دې سوچ زما په بدن كي وينه وچه شي ګوا زما قام تر اوسه دَ قام په بڼه لاهم نه دى پېژندل شوى او نغارې يې په خپلو كي تر ليري ليري دَ پښتونولۍ ځي
او دا هغه لمحه وه ، چي زما په روئيه او سوچ كي يې يو طوفان رابرسېره كړو او زه دَ خپل قام او ننګ او ناموس په حقله دَ نورو نړيوالو په سترګو كي له خپله سوچه وَلېدم او زه داسي له پښتنو زړه ماتى شوم ، چي بيا مي هډو په ذهن كي لا دَ بل سره دَ سېلالۍ سوچ نه راغلو كه څه هم حقيقت خو دا وْ ، چي زه دَ هغه قام غړى وم ، چي پرون ورته مارشل قام بلل كېدلو خو تاريخي الميه دا، چي نن يې څوك پېژني لا نه ... چي دا هم قام وْ او كه دَ ډائيناسور يو قسم ، چي له وخت سره ترخاورو دلاندي شو؟
" دلته په دې بارډر كېدلى شي ، چي پاسپورټونه وګوري ، ولي چي فرانسويان په دې معامله كي څه سخت دي"
اوس ټولو ملګرو خپلو خپلو بېګونو كي پاسپورټونه لټولو لګيا وْ او يو روني وْ، چي په بس كي يې داسي يوې بلي خواته چكرونه وهلو، لكه دا چي بس نه ، لاره وي او وه هم داسي كيسه ، ولي چي په موټروې باندي بس اوس داسي روان وْ، لكه ولاړ چي وي او بيا چي روني تر ما را ورسېدلو، نو په غوږ كي راته واي ..
"هلته مخته ګوره نن ميرنا څومره ښائيسته برېښي؟ "
" لاكن زه په غور ورته ځكه نه ګورم ، چي هغه خو ستا دَ مستقبل ... زما مطلب مائينه ده"
" لاكن كه يې هغه دانيال دَ ... زوى راپرېږدي"
" له هغه بې غمه شه ، بس خپل وس كوه "
" لاكن دا وس چي مي له لاسه نه كېږي، نو بيا به څه كوم ؟ "
" بيا نو خپل خوبونه كوه او په خوبونو كي ورسره وينه را وينه "
" ستا په خيال چي دا زما عمر دَ هغه رنګه خوبونو ليدلو دى ؟ "
" ښه ښه ... نو داسي وَ وايه چي زوړ شوې ، لاړي "
" زه او زوړ ؟ "
او بيا يې له لستوڼي چي لېچ څنګه راښكاره كړو ، نو دَ ميرنا سترګي ورباندي وَ نښتلې ، نو ځكه يې خو ې وه هم خندلو او بيا په سپيكرانو كي له يُوهو كولو ورسته واي ..
" هو، چپ له هغه ځوان او تكړه روني .. چي دې وخت شوق ته دَ خپلي ځواني زور ور ښئيي لګيا دى "
او بيا په بس كي ناست هر ملګري شا شا ته زموږ په لور داسي كتلو لكه مېله چي لګېدلي وي ، نو ځكه خو روني هم سپين سترګي و كړه او په ولاړو يې ټولو ته چي خپل لېچ بيرته دَ پالوان غوندي ښكاره كړو ، نو ميرنا ورباندي داسي ټوكه وكړه
" له بدو سترګو په امان .. كښېنه كښېنه، چي نظر نه شې "
دا خبره چي يې څنګه وكړه ْ نو كه څه هم ټولو ورباندي وَخندلو ، خو ما ځكه نه ، چي ما په زړه كي وئيلو ..
" ښه ښه نو دَ دې مانا دا شوه ، چي دا خلګ هم دَ سترګو په بد نظر يقين لري "
دَ ښې ډېري هنګامې او ها هو كولو ورسته ميرنا له مخه زُلفي په شا څنډلو ورسته وئيلو ..
" داسي ملګري به هم وي ، چي له دې هېواده په وتلو خوشاله وي؟ "
" زما په خيال چي هيڅوك هم نه .."
ډېني هاوْ چي داسي خبره له خلې وَايستله ، نو ټولو يې په خپړو كي تائيد وكړو او بس دَ سپېن فرانس دَ پُولي پلازو مخته برېكونه وَنيولو
*****
دَ مونا ليزا په موسكا موړ هېواد
تر اوسه كه څه هم هيڅ توپير دَ فرانس او سپېن دَ مځكو تر منځ نه وْ سترګو ته راغلى خو نرى باران ، سړه لاكن دَ سهلو وړ هوا، او دَ غونډيانو په سرونو او په لمنو كي په شنو بُوټو باندي پرته واوره هغه څيزونه وْ ، چي موږ يې په سوچ كولو او كتلو ته ورپارَولو نن دَ اپرېل څوارلسمه اوكال 1996ع ، چي دَ كاسوس كاروان ګوا دَ نړئيز سېلانيانو بس فرانس ته پېښه وكړه او دَ معمول په شان ورسره جوړ بېنك مخي ته وَدرېدلو فرنچ فرېنك تر لاسه كولو دپاره ټول كښته شولو بيا چي څوك هم له بېنك څخه راوتلو، نو دَ هغه مخه دَ ټائيلټ ، چي دلته ورته Bouchi واي په خوا ځكه وه، چي له سهاره راهسي دا زموږ لومړنى

Free e-book «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور), Afzal Shauq [free ebook reader for iphone TXT] 📗» - read online now
Similar e-books:
Comments (0)