Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور), Afzal Shauq [free ebook reader for iphone TXT] 📗
- Author: Afzal Shauq
Book online «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور), Afzal Shauq [free ebook reader for iphone TXT] 📗». Author Afzal Shauq
سټاپ وْ
" نن سبا له ونېسا سره نه ليدل كېږې .. څه وجه ده؟ "
" تاته مي در پرېښوله "
ما به لا دَ توشي دَ سوال په ځواب كي مخته خبره كښَوله ، چي هغه داسي وار لاس ته كړو او واي ..
" زه منم ، خو هغه زما دَ تاش كولو او هېلو هائي تر هانده دوست ده ، نه چي .."
او بيا يې خندلو ورسته خبره داسي مكمله كړه ..
" زما مطلب دا، چي ته خپله ښه پوهېږې"
" ولي .. هغې تاته زما په باب هر څه وئيلي دي ؟ "
" يَه داسي خبره هم نه ده بلكې هغه خو.."
توشي په ونېسا باندي داسي پړده څه اچوله ، چي زما شك يې په يقين هم بدلولو لګيا وْ او مخته خبره ځكه نه لاړه ، چي روني هم دَ ټائيلټ له خوا راوَرسېدلو او موږ له نورو ملګرو سره بيرته بس ته وَختلو توشي چي زما تر شا را روان وْ ، وئيلو يې ..
" ونېسا خو ستا دوسته هم ده او تاته احترام هم لري"
په زړه كي مي وئيلو، چي چرته دَ برايه دَ واقعې له سوبه خو ونېسا له هغه څخه خفه شوي نه ده ، چي نن داى داسي نيږدې نيږدې كېږي ما لا دا سوچ كولو، چي ونېسا ته مي پام شو ، چي بيا خپلي چوكۍ ته رسېدلي وه او نېغ نېغ يې راته كتلو څنګه چي زما سترګي ورسره څلور شوې ، نو هغې سترګي داسي كُوزي كړې لكه په ځان ځان كي چي پشېمانه وي
بيا چي بس څنګه مخته رهي شو، نو ګائيډ واي..
" يو هو .. كه څه هم زموږ دا دريمه دوړه ده وَ فرانس ته ، خو دې ځل زه دَ كاسموس ټوْرنګ كمپنۍ له خوا په فرانس كي باقاعده هركلى درته وايم دلته به تاسو دا ليدلي وي ، چي په بېنك كي دَ فرانسويانو روئيه سخته او ډېره شكمنه وه دا مي ځكه وَ وئيلو، چي په فرانس كي له چا دَ موسكنۍ روئيې هېله مه لرئ دا خلګ په ځان كي غره خلګ دي"
خبره چي يې تر دې ځايه را ورسوله ، نو ونېسا شاته وكتلو، او بيا زما ورپام شو ګوا بيا بيا مي دَ هغې په لور سترګي ور اړَولې خو مخته هغې نه راكتلو
" دا امريكائيان هم عجيبه خلګ دي چي په كار يې شې، نو ځان درباندي جارَوي خو بيا چي يې كار تر سره شي، نو اول يې په تا زده كوي هو لكه دا ونېسا، چي دَ دين او ايمان پته يې نه لګېږي خوشالي يې په خوشالي نه او خفګان يې خفګان نه ګډېږي "
خو ما هم له ځان سره دا كست كړى وْ، چي بيا به يې په دام نه كښېوځم كه خداى كول ولي زه خو هم اّخير هغه پښتون يم ، چي په هوډي كي مشهوره دى سوچ مي تر دې ځايه رسَولو ورسته ميرنا ته غوږ ونيولو، چي وئيلو يې..
" دَ فرانس په حقله مي مخته هم ډېر Tips دركړي وْ، خو نن به دا درته وَ وايم ، چي له دې خلګو دَ انګلش وئيلو توقع ګرسره مه كوئ او زه درته وايمه ، چي ډېره انګرېزي ورسره وايم هم مه بې له خپلي ژبي يې په دَنيا كي بله ژبه نه خوښېږي او وجه يې شاهد چي يوه دا هم وي ، چي فرانسيسي ژبه له انګلسۍ سره سمه په نړۍ كي مقابله كوي او قريبًا په كم او زيات 62 هېوادونو كي دا ژبه لږ يا ډېره وئيل كېږي "
او بيا يې داني سره په خپلي ژبي كي څو خبري كولو ورسته وئيلو..
" په دې هېواد كي به درې شپې كوْ نن شپه په Saintes كي كوْ، خو دَ غرمې ډوډۍ به په Bordeaux كي خورو او سېل به يې هم كوْ "
ميرنا لا لګيا وه ژغېدله ، چي له ما سره ناسته بوډهۍكېرولين كېنيډي راته واي ..
" فرنچ له ليري ښه او له نيږدې بد خلګ دي"
" دا متل دى .. كه ستا رائيه ده؟ "
ما چي پوښتنه وكړه ، نو هغه په سيټ كي دَ سمېدلو ورسته واي..
" وئيل كېږي داسي .. نوره نه يم خبره "
" اّسټرېلين څنګه خلګ دي؟ بخښنه غواړم ، په دې مي پوښتنه وكړه ، چي ته خپله هم له اّسټرېليا سره اړه لرې "
هغې اول ماته وكتلو او بيا موسېدلو ورسته واي ..
" زما رائيه كېدلى شي چي مانا نه وَلري ، لاكن بيا هم وايم چي هغوئ دي خو ښه او پاسته خلګ ، مګر هغه هم دَ انګلسيانو خوئې لري"
" څنګه خوئې؟ "
ما سوال وربيا كړو..
" دا چي هر څه خپل ګڼي او په بل يې هيڅ هم نه پيرزوْ كېږي لاكن بيا هم دا خوئيه يې دَ منلو ګڼم ، چي څوك ياني پرېدي ورباندي پوهېږي هم نه دَ مزې خبره دا ده ، چي هلته هم دننه دننه له انګلسيانو څخه كركه داسي كېږي لكه دلته چي يې فرانسويان كوي ورڅخه .. خو خبره هغه ده ، چي انګلسيان يې په ځان پوهـ كړي هم نه دي"
يو ځل مي لا په زړه كي دا خبره راغله ، چي ورته وَوايم ، چي دَ دې مطلب دا دى ، چي اّسټرېلين منافقان دي كه څه هم ماته ډېرخنده رُويه ښكاره كېدله خو زما له خوا چي هيڅ قسم خبره دَ هغې دَ رائي په باب نه وره غله ، نو هغې ماته راكتلو ورسته پوښتنه وكړه..
" دا حال راكړه ، چي ستاسو خواته خلګ څنګه دي؟ "
" دي ډېر ښه او ساده ، لاكن مثالي انسانان بيا هم نه شم ورته وئيلى ولي ، چي هلته هم اوس روئيې ....."
كه مي څه هم مخته دا وئيل غوښتلو ، چي
"....حېواني شوي دي "
خو وئيلى مي نه شو ، ولي چي خپله پښتون وم ځكه مي خبره داسي پوره كړه ، ګوا
" دا حال هر ځاى دى .. بس توپير دا دى ، چي چرته ډېر په موسيدلي انداز او چرته په خشم خشم لكه ځناور"
" هو .. انسانان ځناور شولو ځناور"
او دا دَ ځناور تورى ، چي يې له خلې ايستلو، نو يې دَ زمرۍ غوندي بُوبُوبُوبُو غوندي لفظونه هم ايستلو او بيا يې كلك وَخندلو ما هم ورسره خله خندا ته ويړه كړه او دواړو چي په ګډه خندلو، نو هلته له شا روني را ژغ كړو..
" زما دوسته ! خيال كوه ، چي دا بيا ځان نه درباندي واړَوي"
دا خبره كه څه هم ډېرو واورېدله ، خو څوك په دې اشاره پوهـ ځكه نه شو، چي دَ هيچا نومونه يې په خبري كي نه وْ اخيستى خو زه خبر وم ، چي دا يې ماته وئيلو او دا هغه لمحې وې ، چي اوس ونېسا هم بيا بيا شاته سردوباره كتل راته پئيل كړي وْ لاكن ما به هم په هر وار سترګي ورڅخه په بله اړَولې
" دَ فرانسيسي انقلابي ډغرو، دَ فرانسوي اّرټ، تعميراتو او وياړمني روئيې څخه پرته په فرانسوي ادب كي رزميه سندري، چي ورته ( شانسون دى ژست) وئيل كېږي اوس تاسو په دې سندره كي اورېدلى شئ ، چي دَ ( شانسون دى رولان ) په نامه مشهوره ده ګوا په دې كي دَ عربيانو سره دَ پخواني جنګ كيسه بيان شوي ده او داسي رنګه سندري او نظمونه په فرنچ عوامي ادب كي خورا ښه مقام لري"
او بيا دَ بس په سپيكرانو كي دَ قوالۍ يا كورس په طرز سندري وې ، چي تر ډېره پوري ژغېدلې كه څه هم هيڅوك نه ورباندي پوهېدلو، خو خوند يې ورباندي ځكه اخيستلو، چي دغه يوازينۍ دَ ميوزك ژبه خو ده ، چي ټوله دَنيا ورباندي پوهېږي او بس په تور هوار سړك باندي مخته رهي وْ په داسي علاقه كي ، چي كه څه هم غرونه شاته پاته شوي وْ، خو ځنګلي وني نوري نوري ګڼېدلې لګيا وې او باران هم تم شوى وْ
_____
" موږ له يو بل سره دومره ښه ملګري وكړه، چي اوس فكر كوم ، چي تا به په كومو تورو څو ورځي ورسته رخصتوم؟ "
دَ لوي لاري په رېسټورېنټ كي زما مخته ناست ملګري داني چي داسي وئيلو، نو ورسره ناست روني هم خبره خوږوَلو سره سره سر پورته كښته كولو
" زه به هم ډېر خفه يم ، چي تاسو بيا هلته په برطانيه كي نه ياست راسره"
" كېدلى شي ، چي ما او داني كله ستا هېواد ته هم درشو وايه .. وژلي خو به مي نه هلته خلګ؟ "
روني چي دا خبره وكړه، نو كه څه هم په ما لږ بده ولګېدله ، خو بيا مي هم په موسكا ورته وئيلو..
" زما دَ سيمي خلګ او موږ هلته اوسېدونكي ډېرمېلمه پالونكي خلګ يُو "
او مخته په دې چپ شوم ، چي كائيكو او ونېسا دواړي راورسېدلې او بي سته له موږ سره څه كښېنستلې، چي زه دَ روني په خبري كي ورك شوم او ځان سره مي وئيلو..
"دا ځكه خو څوك موږ سره رښتې نه هوارَوي .. چي زموږ نوم دَ مرګ ژوبلي كونكو په حېثيت پېژندل شوى دى او دا حقيقت خو هم دي ، ولي چي زما په قام او هېواد كي بې له مرګه بله كومه داسي لوبه ده ، چي كېږي دَ ژوند ګوا نن مسلمان او دهشت په يوه نامه يادېږي كه څه هم اسلام دَ امن دين دى مقصد او مرام يې امن دى .. لاكن دا نن يې له انساني وينو تويَولو سره څله منسوب كوي دُنيا ؟ "
دا هغه سوال وْ ، چي كېدلى شو، چي ما يې ځواب موندلو ته نور سوچ كړى وى ، كه ونېسا زما پام دَ ځان په خوا نه وى ګرځولى..
" شوقه! تا خو ډېر څه دَ مطالعې دپاره ټول كړو"
" ولي ته خو هم لګيا يې"
" هو.. لګيا يم ، لاكن داسي نه ، لكه ته چي لګيا يې"
" ستا دَ سټډي انداز خوند راكوي"
ونېسا چي څنګه دَ خوند خبره وكړه ، نو كائيكو را وَدانګلو، او واي ..
" مهرباني وكړئ .. تاسو دا سټډي سټډي يو خواته كښېږدئ او دا كوفي در واخلئ ، سړېږي لګيا ده"
لاكن ونېسا وه ، چي چپ كېدله نه او داسي ژغېدله لكه موږ چي كله هم خفه شوي نه وْ لاكن ما بيا دا هڅه كوله ، چي زيات څخه زيات له كائيكو سره خبري وكړم ولي ، مخامخ ناست روني دَ سترګو په اشاره داسي كولو دپاره راته وئيلي وْ بيا چي كله پورته كېدو، نو مي كائيكو ته وئيلو..
" كه ما او تا هم هلته دَ شا په خالي سيټونو كښېنو ، نو به ښه نه وي؟ "
دا هغه خبره وه ، چي په ونېسا ډېره بده لګېدلي وه ، هو كه يې څه هم هغه وخت ظاهره كړي نه وه ، خو په بس كي چي زه او كائيكو هلته شاته په يو سيټ كې ناست خندلو، نو هغې به دَ ټپي زمرۍ په شان بيا بيا په سرو سترګو راته كتلو او ماته يې سكون په دې وجه راكولو، چي هغه دې وخت دننه دننه سوځېدله ، ويلېدله او خُوڅكېدله لګيا وه او دلته زه وم ، چي نوره نوره مي انتقامي جذبه گ پرې سړَوله منم ، چي زه هم دې وخت تاواني كېدمه او كائيكو په زړه كي ورنقش كېدمه ، خو كولى مي هم څه شو؟ پښتني هوډي چي په داسي كولو پارَولمه
" اېشئين كه څه هم دَ ژوند په لوبه كي له اروپا او امريكا څخه شاته پاته دي

Free e-book «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور), Afzal Shauq [free ebook reader for iphone TXT] 📗» - read online now
Similar e-books:
Comments (0)