Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور), Afzal Shauq [free ebook reader for iphone TXT] 📗
- Author: Afzal Shauq
Book online «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور), Afzal Shauq [free ebook reader for iphone TXT] 📗». Author Afzal Shauq
هغسي ښايست لري ، لكه دا چي په كومه ورځ جوړ شوى وْ او دَ وخت هر باچا او راڼۍ په كي خپلي خپلي دَ دور او عهد نخښي خوندي ساتلي دي په دې زړې ماڼۍ كي دَ غټ چرچ په دې وجي لوړ نوم لري، چي په تهه خانو كي يې اتهه باچهان دَ مرګ ورسته پټ كړل شوي دي "
كه څه هم لا ما دا ماڼۍ نه وه ليدلي ، خو په زړه كي دې سوال سر راپورته كړو،
" دا ماڼۍ به دَ مسلمانانو او پېرنګيانو تر منځ دَ تاريخ خوندي كولو توپير په رښتيا راڅرګندكړي او كه يَه دا سوال به مي ځواب ته نور نور هم كړَوي..؟ "
دا هغه سوچ وْ چي زما سترګي يې ژر تر ژره دَ هغي ماڼۍ كتلو په باب يوې بلي خواته غړَولو باندي مجبوري كړي وې او كله چي دَ لوي لاري رېسټورېنټ Asda څخه تېرېدلو، نو ماته دَ خپل قام دَ كتابي تاريخي عظمت په مقابله كي داسي يو هم تاريخي اثر نه شو راپه زړه چي ما يې نقشه په ذهن كي جوړَكړي وي نو ځكه مي بيا دَ يو مسلمان په حېث دَ مغلو مقبرې او ماڼياني راپه زړه كول پئيل كړې
څه مخته په تهېمز درياب باندي ولانګو ورسته موږ دَ روډ دواړو څنډو ته واړه او غټ ټاوْنونه شاته پرېښولو او دَ وينډسور په لور مي مزل لنډَولو لګيا وْ دا هغه شنه چمنيزه سيمه وه ، چرته چي ليري ليري يونيم ځاى زړې ودانياني او وړې غټي ماڼياني دَ خپل تاريخي خوند او رنګ سره دَ سترګو دَ ګټلو سوب ګرځېدلې او بيا يو ښائيسته او رك تر وينډسور محل پوري تلونكي لاره خپل ښي او كيڼ لاس ته تېره شوي مو تر سترګو شوه، چي دواړو اړخه يې غټي غټي وني لګېدلي وې
ما چي څنګه په دې لاري كي هلته ليري شاهي ماڼۍ وينډسور ته سترګي واړَولې، نو زړه مي نه غوښتلو، چي ورڅخه يې واړَوم ولي چي هغې ماڼۍ زما دَ سوال په ځواب كي خپل عظمت زما دَ قام په مقابله كي اوچت څرګندَولو...او جوْنا هم وئيلو..
" دا هغه ښائيسته او شنه لاره ده ، چي هغه ليري دَ وينډسور محل ته نېغ په نېغه غزېږي او بل چي كله هم دَ شاهي كورنۍ څوك دلته راځي ، نو هغه په دې لاره په اّس ګاډۍ يا پښو باندي ضرور چكر وهي او بل دَ هغه محل شاوخوا بېخي زيات تك شنه پاركونه او لانونه هم له ليري ښكاري"
جوْنا لا داخبري سمي سرته نه وې رسولي، چي موږ وَ خپل كيڼ لاس ته له مارګرېټ نامي اسپتال څخه چي څنګه مخته تېر شولو، نو هغه لاره هم موږ شاته پرېښوله او دَ وينډسور محل يو ځل بيرته دَ يادونو وَ ټاپو ته په ستنېدو شو
" دا وْ دَ ټوْر هغه ورستنى تاريخي ياد، چي موږ ورڅخه تېر شولو"
او جوْنا مخته خبره ځكه نه وكړه، چي موږ ټول خبر وْ چي نن به لندن ته په رسېدو له يو بل څخه دَ همېشه دپاره بېلېږو هو، لندن هم اوس په څه واټن باندي وْ او بالا په اّسمان كي دَ جهازونو دَ ورته تګ راتګ هغه خبره رښتيا كوله ، چي ګني له شګاګو ورسته لندن دَ دُنيا دويم غټ ائيرپورټ دى، چي په هر اتيا سېكنډه كي يو جهاز ورڅخه الوځي او بل ورباندي كښېني
څنګه څنګه چي موږ لندن ته نيږدې كېدلو، هغومره دَ سړك دواړو څنډو ته واړه او غټ ټاوْنونه زياتېدلو لګيا وْ دې وخت موږ په پلن او بېخي هوار تك تور سړك باندي داسي په مزه مخته ځنګېدلى روان وْ، لكه موږ چي په بس كي نه ، بلكې په يوې كشتۍ كي ناست يُو او ډېر ژر به دا كشتۍ له طوفان سره مخامخ شي او موږ ټول ملګري به دَ سمندر دَ مستو څپو په زد دَ ماتي كشتۍ په وړو وړو دړو باندي دَ خپل خپل ژوند ژغورني په نيت له يو بله دَ همېش دپاره بېل شو
" يوه ورځ به دا ژوند او دَ ژوند خواخُوږي هم له يو بله داسي بېلېږي لكه مخته بېل شوي خلګ "
هو، خبره هم دغسي وه، كه يوې خواته زه دَ ژوند په اړه په سوچونو كي دَ يو دقيقو دپاره بې خُوده شوى وم ، نو بلي خواته په بس كي ناست دَ بېل بېل هېوادونو خلګ ، چي وْ پرېدي ... لاكن دې وخت يې دَ خپلوۍ دَ خواږه احساس له لاري په څېرو باندي دَ يو بل په باب دَ بېلتون احساس له وراپه ځلېدلو او يو بل ته يې داسي په مړو مړو سترګو كتلو، لكه هغوئ چى په دې بېلتون خوشاله نه وي خو بيا هم هيچا هيڅ نه شو كولى ولي چي منزل ته په رسېدلو اكثره ملګري دَ خپلو خپلو خواهشاتو سره غاړه غړۍ شي او بس
" زياته لندن ته په رسېدو يُو، كه څوك په تاسو كي دا راته وَښئي، چي زموږ بس په دي برټش ويسټا ټوْر كي څو ميله سفر لنډ كړى دى، نو دَ اٍن سائټ كمپنۍ له خوا به هغه ته يو شيمپېن بوتل سپارل كېږي"
دَ جوْنا له خوا دا اعلان څه وْ، چي په بس كي ناستو ټولو ملګرو له خپلي خوا په اندازه ځواب وركولو ته لاسونه پورته كړو او جوْنا له اول نمبر چوكۍ څخه تر ورستنۍ چوكۍ پوري له ملګرو په خپل غوږ كي ځوابونه اورېدلو ورسته مارك هېلي او لينا په حق داسي اعلان وكړو..
" كه څه هم ټولو غلط ځوابونه راكړو ، خو دَ ملګري لينا او مارك هېلي ځواب وَ صحيح ځواب ياني 1541ميله، چي 2465 كلوميټره جوړېږي دى ته نيږدې دى نو ځكه زه دَ هغوئ په حق كي اعلان كوم"
او بيا چي مارك هېلي او دَ هغه مائنې دَ شيمپېن بوتل تر لاس كولو ورسته څنګه په جوش خلاس كړو، نو په بس كي ملګرو هاهوهو او وووللا غوندي نارې پئيل كړې او دا بوتل په بس كي سيټ په سيټ دَ لينا په لاس تاوېدلو سره سره ټول په ولاړېدو وَهم پارَولو
مخته څه وْ ؟ يو ځل بيا دې مېلي دَ فئير ويل دَ هغي ډنر رنګ واخيستلو، چي تېره شپه يې زه په ډېر څه ليكلو باندي مجبوره كړى وم لاكن ماتېدم هغسي نه، ولي چي ماته دَ خپل ملګرو ډېفېني او بلنډا وائ ، چي تر اوسه لا هم زما سره په څنګ سيټونو كي ناست وْ خبره راياده شوه نو ځكه خو ما انكار هم نه شو كولى، چي كله ډېفيني راڅرمه شوه او دَ بلنډا وائ سره يې په څنګ كي درَولو ورسته په خپړو ټكولو وپارَولم
" زه او دَ بس ډرائيور مسټر رچرډ دَ اٍن سائټ له خوا تاسو ته مننه وايُو، چي له موږ سره مو سفر وكړو او دا هيله هم كوْ، چي خفه شوي يا بې اّرامه شوي به نه ياست ..."
جوْنا چي داسي دَ ټوْر دَ اختتام رسمي خبري سرته رسولې، نو بس هم په بېلابېلو روډونو باندي كنګزكراس ، چي له كومه ځايه مو مزل ته ملا تړلي وه كي خپل دفتر ان سائټ مخي ته چي په غټ ريان هوټل نامي كي له صدر دروازې سره جوخت جوړ وْ برېكونه څه وَوهل، چي زموږ ملګرو تر منځ ټولي رښتې وَشلېدلې او ما هم له هر ملګري اجازه اخيستلو ورسته دَ كنګزكراس دَ ټيوب سټېشن په لور ګامونه اوچت كړل او يو ځل بيا يوازي شوم په Yello Line ټرېن كي تر پېډانګټن نامي سټېشن پوري رسېدلو ورسته پېدل هغه هوټل كنګزهل ، چي ما دَ ګلاسكو وَ ټګي انجلۍ نتاشا ته ښولى وْ ته په دې هېله ورسېدم ، چي كېدلى شي دَ خپل قول په سمه راشي ځكه خو به كله كله دَ هغې سره په داسي خبرو كي له خياله بوخت هم شوم ، ګوا ..
" نتاشا .. تاته داسي نه وْ كول په كار"
هغې راڅخه په حېرت پوښتنه وكړه ..
" كوم څه ؟ ما خو چپ دَ زړه له رښتې بله رښته درسره ساتلي نه ده .. ته دَ كوم شي خبري كوې ؟"
" هو ، منم ، چي تا مي زړه ته لاري جوړي كړي دي ، خو باور بيا هم نه شم درباندي كولى "
" څله ؟ "
زما دَ خبري په ځواب كي دَ هغې دا " څله " څه وْ ، چي زه هوټل مخي ته دَ يوه موټر په هارن بيرته دَ هوش وَ نړۍ ته راستون شوم او په ځان مي خندلو ورسته په دويم ګام هوټل ته ننوتم
*****
دَ خيالونو په ګودر مي تندر پرېوت
زړه مي غوښتلو، چي كرار ويده شم او دَ تېرو ستړو ورځو ستړيا وسا كړم خو چي څنګه به مي سترګي يټي كړې ، نو يوې نا يوې هيلي به په ځينو ښو او بدو سوچونو كي داسي سره وَ وېښلم ، چي بيرته به مي سترګي خلاسي كړې او بالا چهت ته به مي كتل شروع كړو يا به په پلنګ كي جګ كښېنستم او سګرېټ به مي وَلګولو
" كېدلى شي، چي هغه نتاشا چي ماته غله وه دَ خپل قول په سمه راشي، ولى چي دا خلګ په قول باندي ټينګ مشهوره دي "
دا هغه خبره وه ، چي ما بيا بيا سوچ كوله ، خو اّخير تر كومه؟ اوس خو زه هم مايوسه شوى وم ولي چي قول دَ نن دَ مازيګر وْ او دا مازيګرى هم زياته په ماښام بدل شوى وْ نو ځكه مي خوب ته ټالۍ وهل پئيل كړې او بيا نه يم خبر،چي څنګه او څه وخت ويده شوى وم
لاكن لا سم دَ خوب وَ ټاپوګانو ته رسېدلى نه وم ، چي دَ ټېليفون په ژنګ مي سترګي راخلاسي شوې او دَ هوټل استقبالي كلرك راته پېغام راكړو، چي
" لاندي ستا يو دوست راغلى دى ، چي كه لاندي دَ راتلو تكليف وَكړئ نو.."
" هو هو درځم ، اوس درځم"
او بيا ولاړ شوم او ژر ژر مي جامې بدلي كړې او لاندي كُوز شوم
" نتاشا ته ..؟"
ما دَ نتاشا په ليدو، چي دې وخت په شنه جينز او په سره loose shirt كي ملبوسه دَ كاوْنټر سره پرتې صوفې باندي ناسته وه ته له خلې دا خبره داسي وَوته ، لكه هغه چي زما خپله وي خو بيا مي لږ ځان كنټرول كړو او مخي ته ور وَغزېدم دا چي زما په ليدلو لومړى لا درېدلي وه هم له خوږې موسكا سره رامخته شوه ،او لاس راكولو سره سمه واي..
" هېلو مائ فرېنډ .. "
او بيا سم دستي يې دا خبره هم ورسره وَتړله ..
" زما يقين وْ، چي ته به زما انتظار كوې"
ګوره چي دَ هغې دا بې ساخته انداز څله زما نه شو خوښ، چي په ځاى دَ ښه راغلي مي له خلې ورته داسي لغازي توري وَوتو..
"وايه .. بيا دي كومي تلكي زما وَ لُوټلو ته درَولي دي؟"
هغه هم لكه چي خړه شوه او موسېدلي شونډي يې بيرته ټولېدو سره سم ماته سرتر پايه كتلو ورسته څوكه غوندي وَ وئيلو ..
" داسي راته محسوسېږي لكه ته چي اوس هم .."
" هو.. ستا په راتګ خوشاله نه شوم .. او نه ته زما دپاره سپېشل راغلي يې، بلكې ته خو ستا دَ هغې منحوسي ورځي په قول خپلي خور سره ملاوېدو ته راغلي يې"
" دا هم رښتيا دي ... خو بس كه ته زما يوه خبره په سړه سينه واوري، نو.."
" څنګه خبره؟"
او بيا هغې دَ ځواب په ځاي په دې لابي كي هلته په يو كونج كي جوړ رېسټورېنټ په لور وركښ كړم او راته واي..
" ستا ګيله په خپل ځاى ، لاكن زه په دې خو تاته راغلي يم"
" ... چي ما نور نور لُوټ كړې

Free e-book «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور), Afzal Shauq [free ebook reader for iphone TXT] 📗» - read online now
Similar e-books:
Comments (0)