Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور), Afzal Shauq [free ebook reader for iphone TXT] 📗
- Author: Afzal Shauq
Book online «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور), Afzal Shauq [free ebook reader for iphone TXT] 📗». Author Afzal Shauq
/> " بس ګزاره كوم ظاهرى ښكلا يې دَ ستائيني وَړ ده ، خو له اندرونه ئې ته تر ما ته ښه خبره يې"
" ګوا دا خلګ ستا نشو خوښ په روئيو"
" يَه .. داسي خبره هم نه ده ، ښې خَويې هم لري"
ما چي دا خبره كوله ، نو په چوكۍ باندي كښېنستمه لګيا وم ځكه خو دې په اوږه لاس راته كښېښولو، او وَ ئې وئيلو..
" خېر.. په دې ټاپك به بيا كله خبري كوْ"
ګوا دَ عزيزانو په باب زما په منفي رائې څه غوندي ماڼېجنه شوه او بيا له خپل شريف مېړه سره دَ شا وَ سيټانو ته ور وَټكېدله
______
يولس نيمي بجو خواته دَ سټي وال په نامه مشهوره بېخي زاړه او پلن دېوال ، چي دَ چيسټر ښار شاوخوا راجاروتى وْ سره په څنګ څنګ كي دَ تېرېدو په وخت ماته دَ بادارانو دَ ګلوبلائزېشن تصور دَ جهاني ټوكي په بڼه ذهن ته را وَدانګلو او دَ ګلوبلائزېشن په اړه مي خيالات وَ ډائرۍ ته دَ نظم كولو په نيت داسي وَليكلو..
"عجيبه ټوكه ده ، څوك چي دَ عالمګيريت څومره ناري وَهي؟ هغوئ هغومره په ځان باندي شاوخوا دېوالونه راجارباسلي دي"
ما چي څنګه ډائرۍ بندَوله ، نو هلته په سپيكرانو كي دَ جوْنا ژغ هم خپور شو
" زه تاسو ته په وېلز كي ښه راغلى وايم"
دا اعلان څه وْ ، چي ټولو يو بل ته داسي وَكتلو، لكه جونا چي ټوكه كړي وي لاكن دا ټوكه نه، بلكې رښتيا وْ ولي چي موږ دې وخت په وېلز كي مخته روان وْ مځكه هغه ، وني او غرونه رغونه هغه ، بس كه نه وْ هغسي، نو هغه وْ دَ وېلش دَ ژبي توري ، چي زياتره دَ سړك په بورډونو باندي داسي ليكل شوي وْ.. لكه Ff , gy , rf , wr , ll , tt , dd غوندي ټكي په اُوږدو تورو كي تكرار شوي وْ ګوا دا ژبه له انګلسۍ ډېره بدله ده
" دَ وېلز دَ خلګو دَ معاش زياتره اړه په سياحت باندي ده ، خو مالداري او ځيني معدني وسائل ، لكه كوئله ډېره لري په انګلسۍ ژبه وئيلو كي ګوره چي څله شرم محسوسوي او خپله ژبه په ډېر خوند واي يا بيا دَ ټورسټانو سره ماته ګوډه انګلسى هم واي خو دلته دَ اشارو ژبه هم په كارېږي كارډيف يې دارالحكومت دى او دَ وېلز شاهي خاندان په عظيمى برطانيې باندي باداري كوي "
جوْنا چي دا خبري كولې، نو بس يو ځل بيرته په غريزو ناوْ كي په تنګو تنګو او كږو وږو لارو باندي روان وْ هر لور شنېزه وه او ښكلو نندارو سترګو ته سكون سپارَلو ځكه خو جوْنا هم په درنو تورو باندي په وار وار زموږ پام راغلطولو او داسي ښكاره كېدو، لكه دا چي نه .. بلكې نندارې خپله ژغېږي
لس منټه بالا دولس بجې ، چي زموږ بس دَ هسكو غرونو څخه دَ هواري په لور مزل لنډَولو، نو جوْنا وئيلو..
"دا ټاپو وزمه رياست په سياسي توګه كه څه هم په كال 1536 كي په انګلستان كي ورګډ شوى دى خو دَ دې ځاى دَ رواجونو او رواياتو په سمه قوانين تش دَ دې رياست دَپاره غوره شوي دي ګوا كه څه هم دَ لوي برطانيې سركاري او دفتري ژبه انګلسۍ ده خو دَ وېلز خلګ كه خپله ژبه واي ، نو ګرم نه دي هم دغه وجه ده ، چي تر نيمي هم زياته اّبادي انګلسۍ ژبه نشي وئيلى بلكي څوك چي لږ ډېر ورباندي پوهېږي ، نو هغوئ هم ښه مهارت نه لري دا خلګ دَ عادت يا رواج پوره كولو دَپاره پوسُونه (ګډي) ساتي "
هو ځكه خو هر لور په شنو پټيانو كي پوسُونه ښكاري چي غړېږي
دې وخت موږ دَ LLAN په خوا روان يُو او دَ سړك دواړو خواوْ ته په ولاړو بورډونو باندي كه څه هم دَ انګلسۍ په رسم الخط كي نومونه ليكل شوي دي، خو دَ ډېر وَس پرته هم نه وئيل كېږى لكه cLwyd .. Ffutery .. cerrigydrudion .. cerrigydionr او دغه رنګه نور نورځاى په ځاى دَ تراشل شوْ كاڼو څخه جوړي ماڼۍ هم په ډېره تېزۍ باندي شاشاته په شنو مځكو كي پاته كېدلي لګيا وې
دَ LLangollen نامي ټاوْن په څنګ كي دَ تېرېدلو ورسته Bela ټاوْن په 9 كلوميټره فاصله باندي وْ، او ځاى په ځاى ARAF ليكل شوى وْ، د كوم مانا چي په انګلسۍ كي دَ Slow وتله ځكه خو بس اوس وار په وار څوكه كېدو، ولي چي دلته په روډ باندي كار شروع وْ دا منطر دَ كارونو او هغه هم داسي په چسپه، چي دَ سوچ په وړاندي لا دَ خپل هېواد په انجينئيرانو راته شرم دَ سترګو وړاندي وَدرېدو او سترګي مي په بله ځكه واړَولې چي داسي نه، څوك پوښتنه راڅخه وَكړي چي ستاسي په هېواد كښى هم داسي په لومړۍ ورځ باندي دَ سړك كډې ډكېږي ..؟
دَ بيلا ټاوْن او ډېر مخته دَ Llyn Bela (چي په وېلش كي ئې تلفظ فلين Flynدى ګوا LL په Fl بدلوي او دلته ئې مطلب دَ Lake Bela څخه وْ) څخه چي تېرېدلو، نو دَ باران نري څاڅكى هم ورېدل شروع شوي وْ ځكه خو دَ مستي ځوانۍ په دَرشل باندي ولاړي جوْنا وئيلو..
" يو خواته دَ وېلز دا ښكلي نندارې ... ښكلاګاني .. ساده ژوند او بلي خواته داسي باران وايم چي دا خو وَ موږ ته دَ رومانس بلنه راكوي...څنګه ؟ صحيح وايم كه غلط ؟"
بيا نو څه وْ؟ چي په بس كي ټولو ملګرو په يوه صلاح باندي ځواب وركړو
" حق واې ... بېشكه او انجواى انجواى"
لنډه دا، چي په خندا او خوشالۍ مي په تنګو ناوْ كي يوه نيمي بجې خواته دَ غرمې دَ ډوډۍ خوړَلو دپاره په يو ښائيسته ټاوْن ، چي Dolgllau نومېدو، خو په وېلش كي ورته " ډولګليفوْ " وئيلو كي تم شولو
_____
كه څه هم دَ وېلز او انګلسيانو تر منځه په ښكاره بڼو كي داسي هيڅ توپير نشته ، خو بيا هم دغه وېلش ژبه ده چي دا خلګ له هغوئ بېلَوي نه يوازي دا، وايم چى دَ دې ځاى ښځي په سپينو سرو څېرو كي دَ ښځيتوب تاثير او نران په مخونو كي دَ سړيتوب شان هم تر انګلسيانو زيات لري دَ ټورسټانو سره دَ دې خلګو روئيه هم ډېره ښه ده كه څه هم دَ ژبي مسئله په خپل ځاي ده، خو دَ اشارو په ژبه هم ډېر خواږه ښكاري
دلته ګوا په ډولګليفوْ، چي دوه اړخه ورته دَ تكو شنو اوبو ډكي دريابي خوړي په مستۍ بهېږي كي زه او ځيني نور ملګري دَ رچرډ او جوْنا په راهنمائۍ كي ډېر وَګرځېدو كله چي به هم جوْنا دَ دې ځاى په حقله خبري كولې، نو ما به په واړه ريكارډر كي دَ څپ كولو هڅه كوله لاكن يو ځاى دَ ملګرى بارلې زړې ، لاكن بېخي مستې خواپاكي مائينې سُوليوان زما له قدم سره قدم سمَولو ورسته واي ..
" فكر كوم ، چي جوْنا نه يوازي ځوانه ده ، بلكې دَ ځوانانو خوښه هم ده"
دا خبره چي ئې كوله ، نو ماته ئې نېغ نېغ راكتلو او اوس به لا ما څه ورته وئيلو ، چي دا بيا واي..
" داسي دي كه يَه مسټر شوق؟"
دومره ئې وئيلو، چي مېړه يې هم تر موږ راورسېدو او واي ..
" دوسته! دا زما مائينه ډېره اړامه ده .. څه واي؟ "
يو وار لا مي زړه وئيلو ، چي ورته وَوايم ، چي "وازَوي ئې" خو همت مي نه وَ شو او ورته وايم ..
" هيڅ هم نه واي .. بس مازى ټوكي كوي"
" څنګه ټوكي؟ "
هغه چي پوښتنه وَ كړه، نو مي په خندا كي ورته وَوئيلو..
" دا واي ، چي زما مېړه لا ځوان دى"
دا خبره مي څه وَكړه ؟ چي جوْنا هم رانيږدې شوه او واي ..
" ځوان خو دى .. ورته ګوره څنګه "
او بيا يې چي څنګه ځانته وركښ كړو، نو سُوليوان ته مي څوكه وَوئيلو..
" پام كوه چي در څخه يې دَ ځان نه كړي"
دا خبره مي دومره په اوچته وَكړه، چي جوْنا هغه زوړ اېله كړو اوله يوې نرۍ كړيكي سره يې په ما باندي راغوټه كړو خو ما ورڅخه په منډه ځان خلاس كړو
_____
دوه نيمي بجې ماڅپښين چي دَ ډولګليفوْ ټاوْن دَ غټ (سېف الملوك وزمه) جهيل څخه تېرېدلو، نو جوْنا دَ وېلز دَ دې ښار په باب وئيلو ، چي
" دَ څاروْ دَ روزني دَ پاره دا سيمه ډېره ښه ده او دَ دې پرته هر كال دَ ښه موسم له سوبه په دې ښار كي دَ سندرغاړو تر منځه دَ وېلز قامي مقابلې هم كېږي"
دا خبري چي كېدلې، نو زموږ بس دَ دنګو دنګو غرونو په دَرئيزو ځنګلى لمنو كي مخته روان وْ او په بس كي وېلش موزيك كراركرار ژغېدلو دَ بس سپيډ ځكه ورو وْ، چي دَ لوړو ژوَرو پرته سړك دَ مار غوندي په وړو وړو ګولايانو كي مخته غزېدلو دغه رنګه په دې سفر كي Dinas Mawddwy , Caersws , New Town , څخه تېرېدلو ورستهLlandrindod Wells نامي ښار كي دَ Glen Usk نامي غټ هوټل ، چى زموږ دَپاره په كي دَ استوګني اهتمام شوى وْ مخته له بس څخه كښته شولو
_____
لمر چي څنګه پټ شو او سټريټ لائټونه وَلګېدلو، نو زه هم ستړى غوندي په ساړه ټاوْن كي دَ خپل هوټل په خوا روان شوم كه وَوايم، چي دې وخت زما په چپه كه په درست ښار كي دوه درځنه نور كسان دَ كورونو څخه دباندي ګرځېدلو، نو غلط به نه يم يو نيم سړى به چرته مخى ته راغلو او هغه به هم ما وَ هغه ته او هغه به ماته په داسي حېرت كتلو، لكه زه او هغه چي سره پېژنو
" په اروپا كي دَ شپې ژوند، چي په روډونو او كوڅو كي څومره سوړ ښكاري هغومره په كلبونو او بارونو كي تود او خوندَور هم وي"
دَ هوټل Glen Usk په كېفې كي ناست چي زما دَ سوال په ځواب كي رچرډ دا خبره څنګه سرته رسَوله، نو هلته په مخامخ مېز باندي بې حاله جوړې فرنچ كيسنګ داسي په بې حيائۍ پئيل كړو چي په نه څه ئې ماته هم وزر راوَلګولو او لا به نور نور الوتمه، چي يو ژغ مى تر غوږو شو..
" ته په خوني كي يوازي ئې ؟ "
" ولي ، خېر خو دى .. دا پوښتنه دي ولي وَكړه ؟"
دَ كېفې باروالا ځوان جېمز دَ پَسكېدلي خبري په ځواب كي چي څنګه ما پوښتنه وَكړه، نو هغه څه سامَولى غوندي شو او په مړه خَله راته واي ..
" بخښنه غواړم .. زما عمر 17 كاله دى"
" 17 كاله ... څه مطلب ؟"
لا به نور نور شكي كېدم ، چي هغه ځوان په ماتو ماتو تورو كي راته په نېغه وَوئيلو..
" زه.. زما مطلب ...چي ترڅو پوري اتهه لس كلن نه يم شوى ، زه نشمه څيښلى"
" ستا مطلب دا دى ، چي ته زما په خوني كي ...؟"
" هو..هو، بس فقط دَ نيم ساعت دَپاره"
رچرډ واي ..
"زه دىْ پېژنم ... مه وېرېږه"
نو ځكه ما هم زړه وَكړو او ورته مي وَوئيلو..
" ښه دى ، نو زه به كيلۍ له كاوْنټره درته راواخلم"
" يَه يَه موږ ته يوازي دَ چا په خوني كي دَ تللو اجازه نشته كله چي ته يې ، نو به درځم"
دا خبره يې څه وَكړه ؟ چي خولې راباندي ايله شوې لاكن كولى مي هم څه شو، چي رچرډ يې په خوا

Free e-book «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور), Afzal Shauq [free ebook reader for iphone TXT] 📗» - read online now
Similar e-books:
Comments (0)